Elŝuti PDF-on
Reiri al la rakontolisto

لیلا، د فوټبال ستوری Andiswa, futbalstelulo

Verkita de Eden Daniels

Ilustrita de Eden Daniels

Tradukita de Zahidullah Abid

Lingvo paŝtuna

Nivelo 2-a nivelo

Laŭtlegi la tutan rakonton Sonregistraĵo por tiu ĉi rakonto ankoraŭ mankas.


لیلا د هلکانو د فوټبال ننداره کوله. هغې غوښتل چې کاش له دوی سره لوبېدلې وای. هغې له لوبډلمشر څخه وپوښتل، ایا کولی شي له دوی سره تمرین وکړي؟

Andiswa spektis la knabojn ludi futbalon. Ŝi deziris aliĝi al ili. Ŝi demandis al la trejnisto, ĉu ŝi rajtas ekzerci sin kun ili.


روزونکي خپل لاسونه شاته ونیول او هغې ته یې وويل: “په دې ښوونځي کې، يوازې هلکانو ته اجازه شته چې فوټبال وکړي.”

La trejnisto metis la manojn sur la koksojn. “En ĉi tiu lernejo nur la knaboj permesas ludi futbalon,” li diris.


هلکانو هغې ته وویل چې ولاړه شه او د نېټبال (جال بال) لوبه وکړه. دوی ورته وویل چې نیټبال د نجونو لپاره دی او فوټبال د هلکانو لپاره دی. لیلا ډېره زیاته خپه شوه.

La knaboj diris al ŝi, ke ŝi ludu retpilkon. Ili diris ke la retpilko estas por knabinoj, kaj futbalo estas por knaboj. Andiswa tre malĝojis.


بله ورځ ښوونځي د فوټبال یوه لویه سیالۍ درلوده. روزونکی ډېر اندېښمن و، ځکه چې د هغه غوره لوبغاړی پدې ورځ ناروغ و، او لوبه نه شوه کولی.

La sekvan tagon estis granda futballudo ĉe la lernejo. La trejnisto maltrankviliĝis, ĉar lia plej bona futbalisto estis malsana kaj ne povis ludi.


لیلا د ښوونځي د فوټبال روزونکي ته ورغله، او ورڅخه یې وغوښتل چې هغې ته اجازه ورکړي چې لوبه وکړي، روزونکی ډاډه نه و چې لیلا به څنګه لوبه وکړي. بلاخره د لیلا په مکررې غوښتنې اجازه ېې ورکړه چې لوبه وکړي.

Andiswa kuris al la trejnisto kaj petis lin lasi ŝin ludi. La trejnisto ne certis, kion fari. Tiam li decidis ke Andiswa povus aliĝi al la teamo.


لوبه ډېره ستونزمنه وه. د لوبې تر نیمایي پورې هیچا هم ګول ونه کړ.

La ludo estis malfacila. Neniu gajnis golon ĝis la ludomeza paŭzo.


د لوبې په دوهمه نیمايي کې یو هلک لیلا ته توپ پاس کړ، هغې د ګول کیپر په لورې په ډيرې چټکۍ سره توپ وځغلوه او د پښې په واسطه ېې ګول ووهه.

Dum la dua duono de la matĉo, unu el la knaboj sendis la pilkon al Andiswa. Ŝi kuris rapide al la golejo. Ŝi forte piedbatis la pilkon kaj gajnis golon.


لوبې ته راغلو نندارچيانو ډيره خوښي وښوده، او له همغې ورځې وروسته نجونو ته اجازه ورکړل شوه چې په ښوونځي کې د فوتبال لوبه وکړي.

La amaso freneziĝis per ĝojo. Ekde tiam, knabinoj ankaŭ permesis ludi futbalon ĉe la lernejo.


Verkita de: Eden Daniels
Ilustrita de: Eden Daniels
Tradukita de: Zahidullah Abid
Lingvo: paŝtuna
Nivelo: 2-a nivelo
Fonto: Andiswa Soccer Star el la Afrika Rakontolibro
Krea Komunaĵo Permesilo
Ĉi tiu verko estas disponebla laŭ la permesilo Krea Komunaĵo Atribuite-Nekomerce 3.0 Tutmonda.
Opcioj
Reiri al la rakontolisto Elŝuti PDF-on