په پخوا زمانو کې خلک په هېڅ هم نه پوهېدل. د نباتاتو د کښت کولو لارې چارې نه ورتلې، د ټوکراوبدلو هنر يې هم زده نه و، حتى په دې هم نه پوهېدل چې له اوسپنې څخه څه ډول وسايل جوړ کړي.
نیام خدای چې په آسمانونو کې و او د نړۍ په اړه یې ډېره پوهه لرله، خو هغه خپل عقل او پوهه په يو خټين لوښي کې خوندي کړې وه.
Longe, longe antaŭe la homoj ne sciis ion ajn. Ili ne sciis kiel farmi kultivaĵojn aŭ kiel teksi tukojn aŭ kiel fari ferajn ilojn. La dio Nyame supre en la ĉielo havis ĉiun saĝecon de la mondo. Li tenis ĝin sekura en argila kruĉo.
یوه ورځ، نیام پرېکړه وکړه او خپل خټين لوښى یې انانسي ته ورکړ. هر ځلې چې انانسي خټين لوښي ته کتل ډېر نوي شيان یې ترې زده کول. دا چاره ورته ډېره په زړه پورې وه!
Unu tagon, Nyame decidis ke li donos la kruĉon de saĝeco al Anansi. Ĉiam kiam Anansi rigardis en la argilan kruĉon, li lernis ion novan. Ĝi estis tiel ekscita!
خو هغه حريص و او له ځان سره یې دا وپتيله، چې همدا خټين لوښى د لوړې ونې په سر کې پټ خوندي کړي چې دا ټول عقل د ده شي.
هغه اوږد پړى راواخېسته او خټين لوښى يې د خپلې خېټې پورې وتړه. او ونې ته یې په ختلو پیل وکړ. خو ختل ورته ستونزمن و، ځکه چې د پورته کېدو پر مهال یې لوښی د زنګنو سره لګېده.
Avida Anansi pensis, “mi tenos la kruĉon ĉe la supro de alta arbo. Tiel mi povas havi ĉion por mi mem!” Li ŝpinis longan fadenon, bobenis ĝin ĉirkaŭ la argilan kruĉon kaj ligis ĝin al sia stomako. Li komencis grimpi la arbon. Sed estis malfacile grimpi la arbon kun la kruĉo frapanta liajn genuojn la tutan tempon.
په دې وخت کې د انانسي کشر زوی چې د ونې لاندې ولاړ ؤ اوخپل پلار ته یې کتل، ورته يې وويل: “که دا لوښی په خپل شا پورې وتړې ایا کار به دې آسانه نه شي؟” نو بيا انانسي هم د عقل څخه ډک خټين لوښى په شا پورې وتړلو او بيخي ورته آسانه شوه.
La tutan tempon la juna filo de Anansi estis observanta malsupre ĉe la trunko de la arbo. Li diris, “Ĉu ne estus pli facile grimpi se vi anstataŭe ligus la kruĉon al via dorso?” Anansi provis ligi la argilan kruĉon plenan de saĝeco al sia dorso, kaj tio vere estis multe pli facila.
په ډېره آسانۍ سره هغه د ونې سر ته وخوت، بيا نو له ځان سره یې فکر وکړ: “زه باید تر ټولو عقل مند واوسم خو دلته زما زوی تر ما ډېر هوښیار و!” انانسي په دې خبره دومره غوسه شو چې د عقل څخه ډک خټين لوښی یې له ونې څخه راګوزار کړ.
Tujtuje li atingis la supron de la arbo. Sed tiam li haltis pensante, “mi devus esti tiu kiu havas ĉiun saĝecon sed jen mia filo estis pli lerta ol mi!” Anansi estis tiel kolera pri tio ĉi ke li ĵetis la argilan kruĉon malsupren for de la arbo.
لوښی پر ځمکې ټوټه ټوټه شو. او عقل هر چا ته وړیا ورسېده. نو همدا و چې خلکو کرنه، د ټوکرو اوبدنه، د اوسپنې څخه ګټه اخيستنه او نور ټول هغه څه زده کړل چې اوس خلک يې ترسره کولى شي.
Ĝi frakasiĝis en pecojn sur la tero. La saĝeco estis libera por dividiĝi inter ĉiuj. Kaj tiel la homoj lernis farmi, teksi tukojn, fari ferajn ilojn, kaj ĉiujn aliajn aferojn kiujn homoj scias fari.