Elŝuti PDF-on
Reiri al la rakontolisto

د خره بچی Azeninfano

Verkita de Lindiwe Matshikiza

Ilustrita de Meghan Judge

Tradukita de Zahidullah Abid

Lingvo paŝtuna

Nivelo 3-a nivelo

Laŭtlegi la tutan rakonton Sonregistraĵo por tiu ĉi rakonto ankoraŭ mankas.


یوې وړې نجلۍ ته په لرې فاصله کې یو شکل تر سترګو شو.

Estis knabineto kiu unue vidis la misteran formon en la malproksimo.


څومره چې شکل رانېږدې کېده، هغې ولیدل چې دا یوه امیدواره ښځه ده.

Kiam la formo proksimiĝis, ŝi vidis ke ĝi estas tre graveda virino.


وړه جلۍ ډيره زړوره وه. میرمنې ته ورنږدې شوه، ويی ویل، “دا ښځه باید موږ له ځان سره یوسو” خلکو هم ومنله او زیاته ېې کړه، “چې میرمن او ماشوم باید خوندي ځای ته یوسو.”

Sinĝena sed kuraĝa, la knabineto proksimiĝis al la virino. “Ni devas teni ŝin kun ni,” la popolo de la knabineto decidis. “Ni gardos ŝin kaj ŝian infanon sekure.”


میرمن حامله وه او بچی ېې د زیږیدو په حال کې و، په عاطفي بڼه ېې ویل، “ویششش!!!” “کمپله راوړئ!!!” “اوبه راوړئ!!!!”

La infano baldaŭ ekvenis. “Puŝu!” “Alportu kovrilojn!” “Akvo!” “Puuuuuŝŝŝŝŝuuu!!!”


کله چې هغوی ماشوم ولیده، نو ټول حیران شول او شاته یې ټوپ کړ چیغه یې کړه. “وای خر؟!”

Sed kiam ili vidis la infaneton, ĉiuj saltis malantaŭen ŝokite. “Azeno?!”


خلکو خپل منځ کې خبرې کولې، ویل ېې چې د میرمنې او ماشوم سمه پالنه به وکړي، خو د دوی د غوښتنې برعکس ټول حیران و. ځینو ویل دا به موږ ته بدبختي راوړي.

Ĉiuj ekdisputis. “Ni diris ke ni gardus la patrinon kaj la infanon sekure, kaj tion ni faros,” diris iuj. “Sed ili alportos al ni malbonŝancon!” diris aliuloj.


ښځه بیا یوازې شوه، حیرانه وه چې د نوي زیږیدلي بچي سره څه وکړي او ځانته هم په اندیښنه وه چې چیرته لاړه شي.

Kaj tiel la virino trovis sin sola denove. Ŝi demandis sin, kion ŝi faru kun tiu stranga infano. Ŝi demandis sin, kion ŝi faru kun si mem.


خو بالاخره هغې ومنله چې هغه د هغې ماشوم او دا د ده مور ده.

Sed finfine ŝi devis akcepti ke li estas ŝia infano kaj ŝi estas lia patrino.


د ښځې نوي زیږیدلي بچي وده وکړه ، او دومره لوی شو چې نور د میرمنې وس نه و چې په شا ېې وګرځوي. څومره چې ېې کوښښ وکړ د انسان په څير ېې چلند نه شو کولای، خو مور به ډيره ستړې وه. کله کله به ېې دې ته وهڅوه چې ځيني کارونه ترسره کړي.

Nu, se la infano restis same malgranda, ĉio eble okazus alie. Sed la azeninfano grandiĝis kaj grandiĝis, ĝis li ne plu trovisi lokon sur la dorso de sia patrino. Kaj kiom ajn li klopodis, li ne povis konduti sin kiel homo. Lia patrino estis ofte laca kaj ĉagrenita. Iufoje ŝi devigis lin fari bestan laboron.


. خر ډير وارخطا او غوصه و. تل به ېې مور ورسره جګړه کوله. دا نه شې کولای، کار دې زده نه دی، بلاخره یوه ورځ خر غوصه شو او مور ېې په ځمکه ووهله.

Konfuzo kaj kolero kreskiĝis en Azeno. Li ne faru ĉi tion kaj li ne faru tion ĉi. Li ne kondutu sin tiel kaj li ne kondutu sin tiel. Li tiel koleriĝis ke iutage li piedbatis sian patrinon al la tero.


خر ډېر زیات شرمېده. او لرې یو ځای ته وتښتېده.

Azeno pleniĝis de honto. Li forkuris tiom malproksimen kaj tiom rapide kiom li povis


. کله چې ودرېده، ګوري چې توره شپه ده. اواز ېې وکړ، وېې انګل، خو یوازې خپل غږ ېې بیرته اورېده. یو ګوښه ځای څملاسته او په ژور خوب ویده شو.

Kiam li ĉesis kuri, estis jam nokto, kaj Azeno perdiĝis. “I-a?” li flustris al la mallumo. “I-a?” ĝi resonis al li. Li estis sola. Li buklis sin strikte en pilkoformo kaj eniris profundan kaj maltrankvilan dormadon.


کله چې له خوبه راویښ شو، په یو نابلد بوډا سړي یې سترګې ولګېدې چې ده ته په ځیر ځیر سره ګوري. هغه د زاړه سړي سترګو ته وکتل او د امید احساس یې پیدا شو.

Azeno vekiĝis kaj vidis strangan maljunulon, kiu fikse rigardis lin desupre. Li rigardis en la okulojn de la maljunulo kaj eksentis iom da espero.


خر له بوډا سره د یو ځای اوسېدو په موخه روان شو، بوډا او خره له یو بل څخه ډير څه زده کړل، او له یو بل سره به ېې مرسته کوله. دوی په یوځای اوسیدو کې خوشحاله وو.

Azeno restis kun la maljunulo, kiu instruis lin pri multaj diversaj manieroj vivteni sin. Azeno aŭskultis kaj lernis, samkiel la maljunulo. Ili helpis unu la alian, kaj ili kune ridis.


یو سهار بوډا له خره څخه وغوښتل چې هغه د غره سر ته ورسوي.

Iun matenon la maljunulo petis Azeno-n porti lin al montopinto.


په لوړه د ورېځو په منځ کې دواړه ویده شول. خره خوب وليده، چې مور يې ناروغه ده او ده ته غږ کوي. کله چې خر له خوبه راویښ شو …

Alte inter la nuboj ili dormiĝis. Azeno sonĝis, ke lia patrino malsanas kaj vokis lin. Kaj tiam li vekiĝis…


… ورېځې نه وې او ملګری یې “زوړ سړی” هم نه معلومېده.

… la nuboj estis malaperintaj, kune kun lia amiko, la maljunulo.


خر په پای کې پوه شو چې باید څه وکړي.

Azeno finfine sciis, kion fari.


خر خپله مور ولیدله چې یوازې وه او د خپل ورک شوى ماشوم په غم کې یې ژړل. دوی یو بل ته په ځیر ځیر وکتل. بیا یې یو بل په غېږ کې ونیول.

Azeno trovis sian patrinon, solan kaj funebrantan sian perditan infanon. Ili fikse rigardis unu la alian longtempe. Kaj tiam forte brakumis unu la alian.


. خر او مور ېې چې مخکې ېې د ګډ ژوند تجربه درلوده، اوس له یو بل سره خوښ و، او د وخت په تېرېدو سره د دوی تر څنګ ډيرو نورو کورنیو هم ژوند پیل کړ.

La azeninfano kaj lia patrino kreskis kunen kaj trovis multajn manierojn vivi kune. Iom post iom aliaj familioj ekloĝis ĉirkaŭe.


Verkita de: Lindiwe Matshikiza
Ilustrita de: Meghan Judge
Tradukita de: Zahidullah Abid
Lingvo: paŝtuna
Nivelo: 3-a nivelo
Fonto: Donkey Child el la Afrika Rakontolibro
Krea Komunaĵo Permesilo
Ĉi tiu verko estas disponebla laŭ la permesilo Krea Komunaĵo Atribuite 4.0 Tutmonda.
Opcioj
Reiri al la rakontolisto Elŝuti PDF-on