Elŝuti PDF-on
Reiri al la rakontolisto

له انا سره په رخصتۍ کې Ferioj kun avino

Verkita de Violet Otieno

Ilustrita de Catherine Groenewald

Tradukita de Zahidullah Abid

Laŭtlegita de Abdul Rafi Mohammadi

Lingvo paŝtuna

Nivelo 4-a nivelo

Laŭtlegi la tutan rakonton

Legrapideco

Aŭtomate ludi la rakonton


اودنګو او اپیو له خپل پلار سره یو ځای په ښار کې ژوند کوه، دوی رخصتي ته ډير لیواله و. نه یوازې دا چې ښوونځي يي رخصت کيږي، بلکه دې ته خوښ و چې د خپلې نیا لیدو ته ورځي. د دوی نیا یوه لوی سمندر ته نږدې د کب نیونې په کلي کې ژوند کوه.

Odongo kaj Apiyo loĝis en la urbo kun sia patro. Ili antaŭĝojis la ferioperiodon. Ne nur pro la lernejo estis fermita, sed pro ili vizitis sian avinon. Ŝi loĝis en fiŝkaptista vilaĝo proksime al granda lago.


اودنګو او اپیو ډیر خوشحاله وو، ځکه چې دا د دوی لپاره مناسب وخت و، چې خپله نیا وګوري. د تګ څخه یوه شپه مخکې، دوی خپل بکسونه ډک کړل او د نیا کلي ته د اوږد سفر لپاره چمتو شول. دوی ته خوب نه ورتلو، او ټوله شپه یې د رخصتۍ په اړه خبرې کولې.

Odongo kaj Apiyo estis ekscititaj, ĉar venis la tempo viziti sian avinon denove. La antaŭan nokton ili pakis siajn sakojn kaj pretiĝis por la longa vojaĝo al ŝia vilaĝo. Ili ne povis dormi kaj parolis la tutan nokton pri la ferio.


سهار وخته د خپل پلار په موټر کې کلي ته روان شول، په لاره کې یې د دنګو غرونو، وحشي څارویو او د چای د کښتونو ننداره کوله. کله کله به ېې له ځان سره سندرې هم ویلې.

Frue la sekvan matenon, ili foriris vilaĝen en la aŭto de sia patro. Ili veturis preter montoj, sovaĝaj bestoj kaj teplantejoj. Ili kalkulis aŭtojn kaj kantis kantojn.


څه موده لا تېره نه وه چې ماشومان ستړي شول او ویده شول.

Post iom da tempo, la infanoj laciĝis kaj ekdormiĝis.


کله چې دوی کلي ته ورسېدل، نو پلار یې اودنګو او اپیو له خوبه راویښ کړل. دوی خپله نیا، نیار کانیادا، په داسې حالت کې ولیدله چې د یوې ونې لاندې په یوې غالۍ ناسته وه. هغه یوه پیاوړې او ښکلې ښځه وه.

Patro vekis Odongon kaj Apijon dum ili alvenis en la vilaĝon. Ili trovis Nyar-Kanyada, sian avinon, ripozantan sur mato sub arbo. Nyar-Kanyada en Luo, signifas ‘filino de la popolo de Kanyada’. Ŝi estis forta kaj bela virino.


نیار کانیادا دوی ته ښه راغلاست ووایه، نڅا ېې وکړه او د خوښۍ سندرې ېې وویلې. لمسیان ېې ډير لیواله و چې خپلې انا ته له ښاره راوړل شوې ډالۍ ورکړي، اودنګو په لوړ غږ وویل، “لومړی زه ډالۍ ورکوم،” اپیو چغه کړه،” نه زه ېې ورکوم.”

Nyar-Kanyada bonvenigis ilin en la domon kaj dancis ĉirkaŭ la ĉambro kantante kun ĝojo. Ŝiaj genepoj ĝojis doni al ŝi la donacojn, kiujn ili alportis de la urbo. “Unue malfermu mian donacon,” diris Odongo. “Ne, mia donaco unue!” diris Apiyo.


وروسته له هغې چې نیا یې ډالۍ خلاصې کړې، نیار کانیادا خپلو لمسیانو ته د دوی د فرهنګ مطابق د برکت دعا وکړه.

Post kiam ŝi malfermis la donacojn, Nyar-Kanyada benis siajn nepojn laŭ tradicia maniero.


اودنګو او اپیو له کور څخه دباندې ولاړل. دوی په پتنګانو او مرغانو پسې منډې وهلې.

Tiam Odongo kaj Apiyo iris eksteren. Ili postkuris papiliojn kaj birdojn.


دوی به ونې ته پورته کېدل او د لوى ډنډ اوبه يو بل ته پاشولې.

Ili grimpis arbojn kaj plaŭdis en la akvon de la lago.


کله چې تیاره شوه، نو دوی د ډوډۍ لپاره کور ته راغلل. ډوډۍ خوړل یې لا پای ته نه و رسولي، چې ویده شول!

Je mallumo, ili revenis al la domo por vespermanĝi. Antaŭ ol ili povis finmanĝi, ili endormiĝis!


بله ورځ، د دوی پلار بیرته ښار ته روان شو، او دوی یې د نیار کانیادا سره پرېښودل.

La sekvan tagon, la patro de la infanoj veturis reen al la urbo lasante ilin kun Nyar-Kanyada.


اودنګو او اپیو به له خپلې انا سره د کور په کارونو کې مرسته کوله، اوبه به ېې ورته راوړې، د سون توکي به ېې راوړل، د چرګانو هګۍ ېې را ټولولې او له بڼ څخه به يې شنه سابه هم ورته راوړه.

Odongo kaj Apiyo helpis sian avinon pri hejmaj taskoj. Ili alportis akvon kaj brullignon. Ili kolektis ovojn de la kokinoj kaj plukis legomfoliojn el la ĝardeno.


نیار کانیادا خپلو لمسیانو ته وروښودل چې څنګه کولی شي نرم اوګالي جوړ کړي، او د سټیو سره یې وخوري. هغې دوی ته وښودله چې څنګه د کوکونټ وريجې تیارې، او بیا هغه له سرو کړو ماهیانو سره وخوري.

Nyar-Kanyada instruis siajn genepojn fari molan ugali por manĝi kun stufaĵo. Ŝi montris al ili kiel fari kokosan rizon por manĝi kun rostitaj fiŝoj.


یو سهار اودنګو د خپلې نیا غواګانې څرولو ته بوتلې، ګوري چې د ګاونډي پټي ته واوښتې، ګاونډی ېې په غوسه شو او په تنده لهجه ېې اودنګو ته وویل، “زما ټول حاصلات دې پرې وخوړل، هله ژر شه غواګانې دې منع کړه.” اودنګو همداسې وکړل او تل به په دې فکر کې و چې غواګانې د ګاونډي پټي ته لاړې نه شي.

Unun matenon, Odongo prenis la bovinojn de sia avino por paŝti. Ili kuris sur la bienon de najbaro. La kamparano koleris kontraŭ Odongo. Li minacis posedi la bovinojn pro manĝado de siajn rikoltojn. Post tiu tago, la knabo certigis, ke la bovinoj ne faris problemojn denove.


بله ورځ له نیار کانیادا انا سره ېې لمسیان ښار ته ولاړل، هغې هلته د خوراکي توکو دوکان درلود. د اودنګو دا خوښېده چې پیرودونکو ته د خوراکي توکو بیې ووايي او پیرودونکو به هم د اړتیا وړ مواد ترې اخیستل.

En alia tago, la infanoj iris al la bazaro kun Nyar-Kanyada. Ŝi havis budon por vendi legomojn, sukeron kaj sapon. Apiyo ŝatis diri al klientoj la prezon de varoj. Odongo pakus tion, kion aĉetis la klientoj.


د ورځې په پای کې دوی یو ځای چای وڅښلو، او له انا سره ېې د هغو پیسو په شمیرلو کې مرسته وکړه، کومې چې ېې د ورځې په اوږدو کې ګټلې وې.

Je la fino de la tago ili kune trinkis chai-teon. Ili helpis avinon kalkuli la monon, kiun ŝi gajnis.


خو د دوی رخصتۍ ډېرې ژر پای ته ورسېدې او ماشومان باید بېرته ښار ته ولاړ شي. نیار کانیادا انا اودنګو ته یوه خولۍ او اپیو ته ېې یو جاکټ ورکړ او د دوی د سفر لپاره ېې ځيني خواړه هم په کڅوړه کې واچول.

Sed tro baldaŭ finiĝis la ferioj kaj la infanoj devis reiri al la urbo. Nyar-Kanyada donis al Odongo ĉapon kaj al Apiyo puloveron. Ŝi pakis manĝaĵojn por ilia vojaĝo.


کله چې پلار ېې د دوی بېرته وړلو لپاره له ښاره راغی. دوی نه غوښتل چې ښار ته ولاړ شي. ماشومانو له نیار کانیادا انا څخه وغوښتل چې له دوی سره ښار ته ولاړه شي. نیا یې ورته وخندل او ورته ویې وویل: “زما عمر د ښار نه دی، زه به تاسو ته په تمه یم چې بیا کله تاسو زما کلي ته راځئ.”

Kiam ilia patro venis por venigi ilin, ili ne volis foriri. La infanoj petegis Nyar-Kanyadan, ke li iru kun ili al la urbo. Ŝi ridetis kaj diris: “Mi estas tro maljuna por la urbo. Mi atendos, ke vi revenu al mia vilaĝo.”


اودنګو او اپیو دواړو یې نیا ته ټینګه غیږه ورکړه او مخه ښه یې ورسره وکړه.

Odongo kaj Apiyo ambaŭ brakumis ŝin forte kaj adiaŭis.


کله چې اودنګو او اپیو بیرته ښوونځي ته ولاړل، دوی خپلو ملګرو ته د کلي د ژوند په اړه وویل. ځینو کوچنیانو احساس کوه چې په ښار کې ژوند ښه دی. نورو ویل چې د کلي ژوند ښه دی. خو دوی ټولو وویل چې د اودنګو او اپیو ډېره ښه انا ده.

Kiam Odongo kaj Apiyo reiris al la lernejo, ili rakontis al siaj amikoj pri la vivo en la vilaĝo. Iuj infanoj sentis, ke la vivo en la urbo estas bona. Aliaj opiniis, ke la vilaĝo estas pli bona. Sed ĉefe ĉiuj konsentis, ke Odongo kaj Apiyo havas mirindan avinon!


Verkita de: Violet Otieno
Ilustrita de: Catherine Groenewald
Tradukita de: Zahidullah Abid
Laŭtlegita de: Abdul Rafi Mohammadi
Lingvo: paŝtuna
Nivelo: 4-a nivelo
Fonto: Holidays with grandmother el la Afrika Rakontolibro
Krea Komunaĵo Permesilo
Ĉi tiu verko estas disponebla laŭ la permesilo Krea Komunaĵo Atribuite 4.0 Tutmonda.
Opcioj
Reiri al la rakontolisto Elŝuti PDF-on